د افغانستان د لاسي صنایعو د پراختیا ګډ شرکت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه

د افغانستان د لاسي صنايعو د پراختيا د ګډې سټاک شرکت د مديره پلاوي غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزير نثار احمد غورياني په مشرۍ او د دغه شرکت د رييسانو په ګډون د دغه شرکت په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.
د دغې غونډې په پيل کې نثار احمد غورياني وويل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد د بېلابېلو سکتورونو په ځانګړي ډول د لاسي صنايعو د ودې لپاره هر اړخيز پلانونه چمتو او ترتيب کړي دي او د دغو پلانونو په عملي کېدو سره به دغه سکتورونه پراختيا ومومي. په ځان بسیا شي.
ښاغلي غوریاني د هیواد د لاسي صنایعو د ژوندي ساتلو په برخه کې د لاسي صنایعو د شرکت د مدیره هیئت له کړنو او لاسته راوړنو څخه قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دوی ستونزې باید ژر تر ژره په ګوته او حل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.